د یو شمېر امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ ناسته د دوشنبې په ورځ ( ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی څخه یې مننه وکړه چې د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په موخه یې تل د رسنیو مرکز سره خپله همکاري په ډاګه کړې ده.
محترم حقاني زیاته کړه، د اسلامي امارت ټول وزارتونه او ادارې مهم فعالیتونه تر سره کوي او په هره برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، چې دغه لاسته راوړنې باید د مطبوعاتي کنفرانسونو په ورکولو سره تر رسنیو او د هغوی له لارې له ولس او نړیوالو سره شریکې شي.
د ښاغلي حقاني په وینا، که د نظام د اطلاع رسونې بهیر لا پياوړی شي، نو له یوې خوا به اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا به ولس د نظام د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات تر لاسه او پر نظام به یې اعتماد نور هم زیات شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خپلو خبرو په دوام وویل، چې ځینې مغرضې کړۍ او رسنۍ په دوامداره ډول هڅه کوي چې د بې بنسټه او ناسمو خبرونو په خپرولو سره، په عامه اذهانو کې اندېښنې را ولاړې او پر نظام د خلکو باور ته زیان ورسوي، بناءً دا زمونږ ټولو ګډ مسئولیت دی چې د کره او دقیقو خبرونو په خپرولو سره د دغو مغرضو کړیو او رسنیو د منفي تبلیغاتو مخه ونیسو او پرېنږدو چې هغوی خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.
دغه راز، د امارتي ادارو ویندویانو هم پخپل وار سره خبرې وکړې او د اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.
یاده ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده