د پاسپورټ لوی ریاست مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په تېر یوه کال کې دیاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، رسنیو ته معلومات ورکړل.
د پاسپورټ لوی رئیس، محترم پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب، په دې خبري ناسته کې وویل: د پاسپورټ لوی ریاست د رهبرۍ او کارکوونکو د زیاتو هڅو په پایله کې په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر عادی شوی او په پاتې نورو ولایتونو کې هم عادي حالت ته د راګرځېدو په حال کې دی.
د ښاغلي حسیب په وینا په تېر یوه کال کې څه باندې ۲ میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشل شوي، همدارنګه د بهرنیو وګړو د ویزو تمدید برخه کې هم اړینې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
محترم حسیب زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.
ښاغلي حسیب د خپلو خبرو په دوام وویل: د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو لپاره، د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې نوې څانګې کار ته چمتو او سبا چهارشنبه(۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳) به په رسمي توګه پرانیستل شي. لومړۍ څانګه په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي ترهخېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري.
هره څانګه به په ورځني ډول ۲زره متقاضیانو ته خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه چې د نویو پرانیستل کېدونکو مرکزونو انلاین سایټ به په اونۍ کې یو ځل خلاصېږي او کله چې د غوښتونکو تعداد پوره شي سایټ به په اوتومات ډول بېرته بندېږي او په یوه اونۍ کې به ټولو فورمو ته رسېدنه کیږي.
د پاسپورټ د لوی رئیس په وینا، په انلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو تمرکز شوی او اوسمهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتوونکو ته نوبتونه ورکول کېږي او په چټکۍ سره یې چارې پر مخ ځي. همدارنګه د پاسپورټ ریاست، عاجلو ناروغانو، ملي سوداګرو، تحصیلي بورسونو ته بریالیو محصلینو، عمره کوونکو، په سرحدي پولو عبور کونکو موټروانانو، معیوبینو او معلولینو، د هوایي چلند ادارې پیلوټانو، اقامه او ویزه لرونکو هېوادوالو، دولتي کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته له ځنډ پرته په عریضو باندې هم اجراات کوي.
دغه راز حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر په بریالیتوب سره بشپړ او شاوخوا ۲۳زره حاجیانو ته په ډېر کم وخت کې پاسپورټونه ووېشل شول.
ښاغلي حسیب، د نویو پاسپورټونو کتابچو د چاپ تړون تر سره کېدل چې په پایله کې یې شاوخوا ۲.۵ میلیونه پاسپورټونه هېواد ته رالېږدول شوي، د پاسپورټ ریاست په انګړ کې د کاغذي پېژندپاڼو د تایید څانګې پرانیستل، د پاسپورټ او الکترونیکي پېژندپاڼو سیستم د وصلېدو تفاهم لیک لاسلیکېدل، د افغانستان بانک ترڅنګ په نورو بانکونو کې د تعرفو تحویلولو لپاره هڅې تر سره کول، له افغان پوسټ شرکت سره د هوکړې پر بنسټ، تر کوره د پاسپورټ رسولو خدمتونو پیلېدل، په کابل کې د ۲۸ پوست خونو له لارې د پاسپورټونه وېش او له فساد سره مبارزه او د فساد کچه صفر ته راښکته کېدل، په تېر کال کې د یاد ریاست د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.