د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو د چهارشنبې په ورځ ( ۱۰ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لومړۍ ورځ، د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په تېر کال کې د یاد وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو وویل: په تېر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا لس میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې له دې جملې ۱.۸ میلیارډه یې صادرات او څه باندې ۸ میلیارډه یې واردات وو.
د سوداګرۍ وزارت مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو موسسو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، ۶۴۶۰۱۵ تنو ته په مستقیم او شاوخوا ۴۴۱۸۵۷۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت وایي، د وروستي یوه کال پر مهال د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیا برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، لس هوکړه لیکونه وروستي شوي، د روسیې، چین، پاکستان، ایران، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او د سیمې نورو هېوادونو سره په اقتصادي، سوداګریزه، ټرانزیټي او د پانګونې برخه کې همغږي پیاوړې شوې او شاوخوا ۶۵۰ تنو بهرنیو پانګوالو ته له افغانستان څخه د لیدنې پر مهال اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال کې ۱۰۰ کارخونې پرانیستل شوي، شاوخوا ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه او څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوي، د پانګونې څه باندې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي، د خودکفایۍ کچه له ۴۸ قلمه څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې او د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو، بیو کنترول او کنترول کمېټو په رامنځته کېدو سره، د لومړنیو او خوراکي توکو په بیو کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی دی.
د سوداګرۍ وزارت مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲.۵ سلنه زیاته شوې ده. دغه راز د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د نېږدې ۲۰۰ میلیونه ډالرو او د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
د وزارت مسئولینو، د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، پر وارداتي توکو د کیفي معیاراتو وضعه کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د وزارت د راتلونکو پلانونو په توګه یاد کړل.