د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام د ناستو په دوام، د شنبې په ورځ ( ۱۳ زمری ۱۴۰۳) د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه، رسنیو ته معلومات ورکړل.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسئولینو په وینا، د هرات ولایت د پاشدان بند ودانیزې چارې بیا پیل شوي، د فراه ولایت د بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې ۳۷ سلنه پرمختګ کړی، د کابل د شاه و عروس بند او کمال خان بند درېیم فاز ودانیزې چارې تکمیل شوي. دغه راز د هلمند کجکي بند د دویمې برخې اول لاټ او د زابل توري بند ودانیزې چارې هم بشپړې شوي دي.
د وزارت مسئولین وایي، د ۱۴۰ کوچنیو بندونو د تطبیق چارې پیل شوې چې له دې ډلې ۱۱۷ پروژې بشپړې شوي، د امو سیند غاړو کې ۶ تحکیماتي پروژې تطبیق شوي، همدارنګه د همکارو موسسو په مرسته ۲۵۰ پروژې پلي شوي او د ۱۷۳ پروژو د ډیزاین او د منځنیو او وړو اوبیزو تاسیساتو د ۱۵۷ پروژو د تخنیکي ارزونې چارې هم تر سره شوي دي.
د برېښنا سکتور د پنځه کلن انکشافي پلان چمتو کول، د ابو مدیریت د ۶ کړنلارو تاییدېدل او د ۴ مقررو ترتیبول، له ادارو سره د تفاهم لیکونه لاسلیکول، د اوبو او برېښنا پروژو کې د پانګونې د ستراتېژۍ چمتو کول، د داخلي چارو د سمون پالېسۍ منظورېدل او اوبو مدیریت د پنځه مقررو وروستي کول، په تېر یوه کال کې د اوبو د مدیریت او برېښنا تولید برخه کې د وزارت له مهمو اقداماتو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د کانالونو او لویو، منځنیو او وړو بندونو د شمېرو راټولول او اقتصادي تحلیل، د ځمکلاندې او سطحي اوبو د معلوماتو تحلیل، د اوبیزو تاسیساتو او برېښنا انرژۍ د معلوماتي سیستمونو او اوبیزو سرچینو د ملي معلوماتي بانک رامنځته کول او پراختیا؛ په تېر یوه کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز د وزارت مسئولین زیاتوي، چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په هدف، د اوبو لګولو سنتي سیستم عصري شوی، د برېښنا د تولید او توزېع برخه کې ۷ او له اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخیستې په موخه، ۱۴۱۷ حکمي او حقیقي شخصیتونو ته جوازونه ورکړل شوي دي. د اوبو له ۱۲۲ تاسیساتو او د هېواد په کچه د ۲۷۵ هایدرومترولوژیکي سټېشنونو څخه ساتنه او څارنه شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د معلومات له مخې، د هېواد اوبیزه جغرافیه په ۵ لویو او ۳۵ فرعي سیندیزو حوزو وېشل شوې، چې د مرکزي او سیمه ییزو ادارو لخوا مدیریت کېږي.
د ۵۰۰ کیلو ولټه په ظرفیت د ارغندۍ سب سټېشن د چارو پیلېدل، په پکتیکا، فراه او ارزګان کې د توزیعي شبکو تمدید او د ۸ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د چارو پیلېدل، د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې بشپړېدل، د دشت الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي پروژې د چارو پیلېدل، د ۱۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې او بادي برېښنا پروژو د امکان سنجونې مطالعه او د ټاپ پروژې د چارو سمون په موخه، د سکرتریت رامنځته کول؛ په وروستي کال کې د وزارت له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د اوبو مدیریت برخه کې د ۱۴ تقنیني سندونو تسوید او منظوري، د اوبو مدیریت برخه کې د څه باندې ۱۰ میلیارډه افغانیو په ارزښت د ۵۸۱ پروژو د ساختماني چارو د پلان ترتیبول، د ۲۶۵ پروژو د تطبیق لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د ځمکلاندې او سطحي اوبو د شمېرو راټولول، په سیندیزو او اوبیزو حوزو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو څېړنه، د اوبیزو شخړو حلول، له اوبیزو تاسیساتو څارنه او د ۲۸۰ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د ۶ پروژو د مطالعې او امکان سنجونې د چارو تر سره کول؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.#