د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو، د یکشنبې په ورځ (۲۱ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د عالیقدر امیرالمؤمین (حفظه الله) د فرمان په اساس، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رامنځته شو، چې په تېر کال کې د یاد کمېسیون له لارې راستنو شویو کډوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.
د وزارت مسئولین زیاتوي: په تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه، په ټولیز ډول ۱ میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره، نغدي او غیر نغدي مرستې شوي او ۹۶۲۹۳ راستنې شوې کورنۍ د هغوی اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.
دغه راز، چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر کې د کډوالو چارو وزارت په هڅو، ۵۷۶۶ تنه افغان کډوال د ترکیې او پاکستان هېوادونو له زندانونو څخه، ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي. دغه راز ۴ زره افغان کډوال چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، هېواد ته رالېږدول شوي دي. د دې تر څنګ، په ایران او پاکستان هېوادونو کې ۶۰۰ افغان کډوالو ته، د حج فریضې ادا کولو زمینه هم برابره شوې ده.
د وزارت د چارواکو په خبره، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، ۱۳ ښارګوټي تصفیه او اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوي دي. همدارنګه د راستنېدونکو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، له ۹۳ همکارو موسسو، ۷ ادارو او ۱۴ ښوونیزو بنسټونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه، په داوطلبانه ډول هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابرول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لار اچول، د کډوالو ښارګوټو کې د اړینو اسانتیاوو برابرول او د کډوالو حقوقي ستونزو ته رسېدنه، په روان کې د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.