د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۲۳ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دې ادارې د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې په عامه او خصوصي سکتور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې، چې له جملې یې ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیک یې ترلاسه کړی او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي. همدارنګه د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د ۵۸.۷ میلیون ډالرو په ټولیز ارزښت، د ۱۰ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې مسئولینو زیاته کړه، له اقلیمي بدلون سره د سازګاره ابرېزو او اوبو سرچینو د پروژې، د کاربن د کمو او مناسبو طریقو د پیاوړتیا، د چاپېریالي څېړنیز فارم جوړولو، د نیالګیو کېښودلو ملي کمپاین او د اقلیمي بدلون زیانمننې د ارزونې طرحو چمتو کول، اقلیمي بدلونونو ته د ځواب ویلو پروژې لپاره د مالي سرچینو منظوري اخیستل، د ژوند بڼو له جدید التأسیس صندوق څخه د ۱.۱۶ میلیونه ډالرو مالي ژمنه ترلاسه کول او د ملي پروګرامونو او طرحو په پراختیا کې برخه اخیستل؛ په تېر یوه کال کې د دې ادارې له عمده لاسته راوړنو څخه دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د موندنو په اساس، دتودوخې زیاتوالي، پرله پسې وچکالۍ، د موسمي سېلابونو راوتلو، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو زیاتوالي، داخلي کډوالیو، د ځمکو او ځنګلونو تخریب او اقلیمي بدلون؛ ناوړه پایلې لرلې چې زمونږ د هېوادوالو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
د مسئولینو په وینا، د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو راهیسې، یادې ادارې په دوامداره ډول هڅه کړې، څو نړیواله ټولنه قانع کړي چې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون موضوع له سیاست سره ربط نلري او باید د بشري او ټولنیزې ستونزې په توګه ورته وکتل شي. دغه راز، افغانستان دې د (COP-29) نړیوال کنفرانس ته، چې سږکال به په اذربایجان هېواد کې جوړ شي، په رسمي ډول ور وبلل شي، څو په ریښتیني ډول د افغانستان او زیانمنونکو افغانانو استازیتوب وکړي او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره، د نړیوالو پام افغانستان ته راواړوي.
د بند امیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، د بدخشان واخان او د کول حشمت خان په څېر د ساتل شویو ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیت څخه څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایوفزیکي او اجتماعي سروې پیلول، د ۱۷۲۱۶ مختلف النوع مرغانو او ۲۵ وحشي حیواناتو د قاچاق مخنیوی او په بلخ او فراه ولایتونو کې د ندالشبأ او الغرافه د وحشي حیواناتو د نسلګرۍ له فارمونو څخه څارنه؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د چاپېریالي ککړتیاوو کمولو او مخنیوي په موخه، په ټولیز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، فابریکو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له ۲۲۳۲۸ فعالیتونو څخه څارنه شوې، چې له دې جملې څخه، ۱۴۸۲۵ فعالیتونه له چاپېریالي معیارونو سره برابر پېژندل شوي، ۱۵۸۱ فعالیتونه اصلاح او د ۲۸۴۹ نورو فعالیتونو د اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې شوي دي.
همدارنګه په تېر کال کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه، له غیر امارتي موسسو سره د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک او له تطبیق څخه یې څارنه شوې ده.
مسئولین زیاتوي، چې د ادارې د ۶ تقنیني او پالېسۍ سندونو بیاکتنه او تعدیل، د امارتي ادارو په ۱۳ تقنیني او پالېسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو شاملول، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ نوي کول، د پنځه کلن پراختیایي پروګرام او د مرکز او ولایتونو لپاره د ۴۷ عملیاتي پلانونو چمتو کول؛ په تېر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نور فعالیتونه دي.#