د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو، د پنجشنبې په ورځ (۸ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د کرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ سکتور د میکانیزه کولو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا، له سربند نه تر کرنیزې ځمکې د اوبو مدیریت او د هېواد د ځمکو چارو د تنظیم برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د کرنې او مالدارۍ سکتور د ملاتړ په موخه، بزګرو، مال لرونکو او خصوصي سکتور ته، د وزارت د کرنې پراختیا له صندوق څخه، ۱،۳ میلیارډه افغانۍ ورکړه، ۶۶۰ زره بزګرو ته، د ۳۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو او ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سره وېش؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د کرنې وزارت په تېر یوه کال کې له همکارو ادارو سره په همغږۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، ۲۷۱ پروژې تطبیق کړي دي. دغه راز، په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې د ۱۱۹۰ مټریک ټنه په ظرفیت، ۵ سړخونې او په بېلابېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه، ۱۱ سلفر خونې جوړې شوي، د کرنې د نویو طریقو د ترویج په موخه، د نباتاتو ۱۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې شوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه له وبایي افتونو څخه خوندي شوې ده.
مسئولین زیاتوي، د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه، د تېر یوه کال د پسرلي او مني په موسمونو کې لوی کرنیز نندارتونونه جوړ شوي او په ۱۱ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو لګولو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۷۸۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي. دغه راز، په ۱۰ ولایتونو کې د ځمکلاندې اوبو د تقویت په موخه، د ۱۳۸ چکډېمونو جوړولو چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، د شېدو ورکونکو غواګانو د اصلاح شوي نسل د ترویج په موخه د ۳۰۰ زره غواګانو مصنوعي القاح، په مختلفو ولایتونو کې څه باندې ۱۶ میلیونه حیواناتو ته د واکسین تطبیق او د څه باندې ۹ میلیونه حیواناتو درملنه، په ۳۴ ولایتونو کې د لبنیاتو محصولاتو د راټولولو او پروسس وسایلو وېش، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د چرګانو، غواګانو او وزو د کوچنيو فارمونو جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې ۲۷۲ نویو حیواني کلینیکونو ته د جوازونه ورکول او ۲۱۵۱ نورو کلینیکونو د جوازونو تمدید، همدارنګه له ۱۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ ته د چرګانو فارمونو د شمېر لوړول، په مالدارۍ سکتور کې د دې وزارت مهمې لاسته راوړنې دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په ۳۴ ولایتونو کې ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونه او ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونه خوندي او ساتل شوي او د ځنګلونو د احیا لپاره ۱۲۵۲۰۰ نیالګي کېښودل شوي دي.
په همدې ډول، په تېر یوه کال کې څه باندې ۶۹۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېشل شوي او په تېرو درې کلونو کې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېښودلو کمپاینونو له لارې ټولټال ۸۲ میلیونه نیالګي کېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت مسئولین زیاتوي، چې د ځمکو بانک کې د ۱.۷ میلیونه جریبه را ګرځول شوې امارتي ځمکې ثبتول، د کرنیزو، صنعتي او تجارتي فعالیتونو په موخه، د ۱۴۳۱۲ جریبه ځمکې په اجاره ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱ جریب امارتي ځمکې او څړځایونو سروې، او د خوست، پکتیکا، زابل، غزني، بامیان ولایتونو او جاغوري ولسوالۍ کې د هوايي ډګرونو د مساحت تثبیتول؛ د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د توري بند، خروار بند، قوشتېپې کانال، مس عينک، د امو دريا نفتي حوزې او نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو په موخه، یو زر او ۱۳۳ جريبه شخصي او ۹۸ زره او ۵۴۲ جريبه امارتي ځمکې سروې او تصفيه شوي دي. همدارنګه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ، په هرات، جوزجان، لغمان، بغلان، غزني او فاریاب ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ د ۲۲۰ کیلوولټ او ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لین انتقال او د کابل – لوګر سړک د دویم لین په څېر د ټولګټو پروژو د مالکیت حق تثبیت، ارزونې او استملاک چارو تر سره کول؛ د وزارت نور مهم فعالیتونه دي.
په تېر یوه کال کې د وزارت پنځه کلنه ستراتېژي چمتو شوې او په بېلابېلو برخو کې د کاري طرزالعملونو په ګډون تقنیني سندونه هم نهايي شوي دي.