د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د کورنیو چارو وزارت، زندانونو چارو سمون ادارې، علومو اکاډمۍ، د افغانستان اسلامي بانک، ملي بانک او د افغانانو لپاره د ښه ژوند موسسې مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ (۲۵ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، محترم مولوي غلام حیدر شهامت په دې خبري ناسته کې وویل: د زندانونو چارو سمون ادارې سره د همکارۍ تفاهم لیک په لاسلیک سره به، محبوسینو ته د مسلکي او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي، څو هغوی له دې لارې د بند پر مهال او له زندانه تر خلاصون وروسته، د ژوند چارې سمبال کړي.
محترم شهامت زیاته کړه، له علومو اکاډمۍ سره د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک موخه، د اکاډمیکو اړیکو، علمي، تحقیقي او روزنیزو همکاریو پیاوړتیا او د دواړو لوریو د موخو ترلاسه کولو په منظور، له فرصتونو، امکاناتو، ظرفیتونو او علمي لاسته راوړنو څخه ښه ګټه اخیستنه ده.
دغه راز، له کورنیو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک هدف، معتادینو ته د فني او حرفوي زده کړو شرایط برابرول دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست په وینا، د افغانستان اسلامي بانک سره د همکارۍ تفاهملیک د لاسلیک هدف، د شفافیت تأمین، د کاري بهیر ګړندي کول او په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او استادانو د معاشونو د وېش برخه کې د بانکي خدمتونو وړاندې کول دي.
په همدې ډول، ملي بانک سره د همکارۍ تفاهملیک د لاسلیک موخه، په مرکز کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلینو او زدهکوونکو د بدل اعاشې پیسو د ورکړې برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرول او د ټولو متعارفو او اسلامي بانکي خدمتونو وړاندې کول دي.
د ښاغلي شهامت د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره ښه ژوند موسسې سره، د همکارۍ تفاهملیک د لاسلیک هدف د دواړو لوریو ترمنځ د لنډمهاله روزنیزو برنامو د طرحې او تطبیق برخه کې د همکارۍ زمینه برابرول او د مسلکي او حرفوي کارونو د رامنځته کېدو له لارې د بېوزلۍ کمول دي.