د کانونو او پترولېم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت مسئولینو د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د سه شنبې په ورځ (۸ لړم ۱۴۰۳) د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ.
په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جوړ شوي خبري کنفرانس کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال او کانونو وزارت د سرپرست تر څنګ، په کابل کې د ترکیې سفیر او ۷۷ ترکي شرکت مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست، محترم ملا هدایت الله بدري په یاد خبري کنفرانس کې وویل: قراردادي شرکت به د اکتشاف، استخراج، ګټې اخیستنې او ټولنیزو خدمتونو برخه کې شاوخوا ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
ښاغلي بدري زیاته کړه، چې په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۲۵۰ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د سمنټو جوړېدونکې کارخونه به په ورځني ډول د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.
د کانونو او پترولېم وزارت د سرپرست په وینا، دغه وزارت له دې وړاندې هم د سمنټو برخه کې د هېواد د ځان بسیاینې په موخه، له یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د شاوخوا ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت، د سمنټو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.