د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم مولوي انورالحق مجاهد سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې، محترم مولوي انورالحق مجاهد په هیواد کې د امنیت او ثبات پر ټینګښت خوښي وښوده او وې ویل، سراسري امنیت ته لاسرسی د افغان ملت له عمده اړتیاوو څخه دي چې د الله (ج) په فضل د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې دغه لوی نعمت برابر شوی دی.
محترم مولوي انورالحق مجاهد همداراز د هیوادوالو غوښتنې او ورته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې په مختلفو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د خلکو د امنیت او ارامۍ تأمین، هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول او ستونزو ته یې رسیدګي د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مطرح شویو وړاندیزونو په تړاو وویل، اسلامي امارت به د یادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.