د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولینو د چهارشنبې په ورځ (۲۳ لړم ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفراس پر مهال، د مخابراتي شرکتونو د غږیزو اړیکو او انټرنټي کڅوړو لپاره د بیو د نوي ټاکل شوی سقف په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ولس له غوښتنې سره سم د غږیزو اړیکو او انټرنټ د قېمتونو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې نیولې، په همدې اساس د هیواد په کچه د دوهم ځل لپاره د مخابراتي شرکتونو د وروستي کال د تعرفو او لګښتونو د تحلیل او ارزونې په نتیجه کې د غږیزو او انټرنټي خدمتونو لپاره، د بیو نوی سقف ټاکل شوی دی.
محترم حقاني زیاته کړه، چې د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه، ۱.۳۰ افغانۍ دی چې د بیو د مخکیني سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په ډاګه کوي.
د ښاغلي حقاني په وینا، له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی. په همدې ډول د یو جي بي میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په نسبت پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.
د مخابراتو وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوه لیکلي پیغام بیه ۱.۳۰ افغانۍ او له یوې شبکې څخه بلې ته ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې چې په ترتیب سره د مخکیني سقف په نسبت ۶۸ او ۶۰ سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی. دغه راز، د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي سقف کې د مخابراتي شبکو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس ۰.۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر په پرتله پکې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، اترا ادارې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د نرخونو لپاره سقف ټاکلی وو، چې له امله یې په مخابراتي مارکېټ کې رقابت رامنځته او مخابراتي بیې تر ډیره حده ټیټې شوې وې او په دې باور دي چې د نوي سقف له ټاکلو سره به د شرکتونو تر منځ د بیو په برخه کې سالمه سیالۍ نوره هم پراخه شي.
د مسئولینو په وینا، د نوي سقف پورتنۍ بیې به، یوه نیمه میاشت وروسته، یعنې د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه عملي شي.