د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتونو دویم ملي نندارتون په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، د اسلامي امارت لوړپوړو مقاماتو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استادانو او مسوولینو هم حضور درلود.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په خپله وینا کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو څخه د دې لوی نندارتون د جوړېدو له امله مننه وکړه او وې ویل، د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت د نورو فعالیتونو ترڅنګ په مسلکي او تخنیکي برخو کې هم مهمې لاسته راوړنې لري او دا لاسته راوړنې د ادارې د استادانو او مسوولینو د بېدرېغه کوښښونو له برکته دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي ادارې له لوري په روان کال کې د ۲۰۱ پروژو پیلول چې زیات شمېر ځوانانو په بېلابېلو څانګو کې د کرنې، تخنیک او نورو برخو په ګډون مهمې لاسته راوړنې په کې لرلې، مهم ګام وباله او هغوی یې لا ډېرو نوښتونو ته وهڅول.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلې ویناپه پای کې وویل، هیله من یوو په ځوانانو کې له پخوا زیات سالم رقابتونه رامنځته او هر یو په خپلو نوښتونو زیات ویاړونه ترلاسه کړای شي.
د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په بېلابېلو څانګو کې ۹۰ زره محصلین او د حرفو زده کوونکي له ۷۳ زیاتو څانګو کې زده کړې کوي او هغوی ته بېلابېلې حرفې او مسلکونه ورزده کېږي.
په همدې ترتیب د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اشتغال، حرفې او مسلک څخه د محرومو ځوانانو او همدارنګه د ناشنوایانو او نابینایانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ، ترڅو له دې لارې معاش ترلاسه او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي