د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، او مرستیال یې محترم حشمت الله ناصري د سه شنبې په ورځ (۶ لیندۍ ۱۴۰۳) د کورنیو چارو وزارت له ویاند او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو لوی ریاست له مسئولینو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د کورنیو چارو وزارت ویاند او د یاد وزارت د عامه او ستراتېژیکو اړیکو لوی ریاست مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه، د دواړو لوریو ترمنځ د ګډې همکارۍ څخه یې مننه وکړه او د لیدنې د موخو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د دغه مرکز او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د شوي تفاهم لیک د مفادو په اړه خبرې وکړې او د یاد تفاهم لیک پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
محترم حقاني، د کورنیو چارو وزارت له ویاند او مسئولینو څخه وغوښتل، د اطلاع رسونې د بهیر د پیاوړتیا او د معلوماتو شریکولو برخه کې له رسنیو سره خپله همکاري لا پسې پراخه او په امنیتي برخه کې د وزارت لاسته راوړنې د هغوی له لارې تر ولس او نړیوالو ورسوي.
دغه راز، د کورنیو چارو وزارت ویاند، محترم مفتي عبدالمتین قانع، پخپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو مرکز او وزارت ترمنځ د شوي تفاهم لیک د ښه تطبیق په اړه ډاډ ور کړ او په دې برخه کې یې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د یاد تفاهم لیک د ښه تطبیق په اړه تفصیلي او تخنیکی بحثونه هم ترسره کړل.
په پای کې دواړو لوریو د اطلاع رسونې بهیر پر چټکتیا، رسنیو سره په وخت د معلوماتو پر شریکولو او همکارۍ پر لاپراختیا ټینګار وکړ.