د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، د یکشنبې په ورځ (۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، محترم مولوي مطیع الحق خالص په دې خبري کنفرانس کې وویل: د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت د هیئت ګډون لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، چې پکې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بشپړ معلومات له نړیوالو سره شریک شول.
محترم خالص زیاته کړه، په دې کنفرانس کې هڅه وشوه، چې نړیواله ټولنه قانع کړو چې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسئلې له سیاست سره تړاو نه لري او باید د یوې ټولنیزې او بشري مسئلې په توګه ورته وکتل شي.
د مسئولینو په وینا، په دې کنفرانس کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان د زیانمننې په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د اسلامي امارت پلاوي د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې په اړه د نړیوالو میکانیزمونو د ژر پلي کېدو او په دې برخه کې د مالي مرستو د چټکولو غوښتنه وکړه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زیاته کړه، د اسلامي امارت پلاوي په یاد کنفرانس کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه او د اقلیمي بدلون په تړاو په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان د فعاله ګډون غوښتونکی شو. همدارنګه د اسلامي امارت پلاوي په اړوندو موضوعاتو د تخنیکي او تفصیلي بحث تر څنګ؛ د چاپېریالي او اقلیمي بدلون د ځنډېدلیو پروژو پر بیا پیل ټینګار وکړ.
د دې ادارې د سرپرست په وینا، په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت پلاوي د شنه اقلیم صندوق لپاره د ملي تماس مرجع په معرفي کولو سره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د چاپېریالي پروژو د ښه مدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.