د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړی استازي توماس نیکلاسون او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په کابل کې د یادې ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوشوویچ پوهار هم حضور درلود، ښاغلي نيکلاسون په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې پر اړیکو د ټېنګار تر څنګ یې یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د امن په راوستلو، د فساد په ختمولو او د نشه يي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه کوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړه، په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د فعالیتونو تر څنګ اړتیا ده، چې نړیوال اړوند بنسټونه هم د بدیل کښت او د روږدو کسانو په درملنه کې ونډه واخلي.
نوموړي همدا راز وویل، اروپايي ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره د ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.
ښاغلي توماس نيکلاسون، د افغانستان ټولو برخو ته د اروپايي ټولنې د کارکوونکو لاس رسی د مرستو د رسونې لپاره اړین ګام یاد کړ وې ويل، له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي، څو په جبري ډول د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه وکړه وې ويل، د بدیل کښت په برخه کې د اروپايي ټولنې وروستۍ مرسته مهمه ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت له نشه يي توکو او مسکراتو سره د دوامداره او اغېزمنې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی او په خپلو ټولو ژمنو عمل کوي.
محترم مولوي عبدالکبير زیاته کړه، اسلامي امارت له تېرې ادارې د ورپاتې روږدو کسانو د درملنې سربېره هغوی ته د کار فرصتونه ایجادوي او حرفوي زده کړې ورکوي، څو له ټولنې سره تر یو ځای کېدو وروسته د کار و کسب خاوندان وي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویه بنسټونو همکارۍ او مرستې مهمې وبللې وې ويل، ګاونډي او نور هېوادونه دې په جبري ډول د افغانانو ایستل ودروي.#