د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې د یکشنبې په ورځ (۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳) له کلید ګروپ څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د کلید ګروپ رئیس، محترم عبدالغیور وزیري، د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د کلید ګروپ د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي وزیري اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو مرکز له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې یې ور سره مرسته وکړي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي پخپلو خبرو کې په ننني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې وویل: رسنۍ د کره او دقیقو معلوماتو په خپرولو سره د عامه افکارو په روښانولو او مدیریت کې مهم رول لوبوي.
محترم حقاني زیاته کړه، رسنۍ کولی شي چې د نظام لاسته راوړنې په ښه ډول له ولس سره شریکې کړي څو له دې لارې ولس په هره برخه کې د نظام له فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر او پر نظام د خلکو باور زیات شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس په وینا، د رسنیو مرکز تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اړیکو او تعامل پر لا پراختیا ټینګار وکړ.