د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو د پنجشنبې په ورځ (۶ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کابل ته د قزاقستانی پلاوي د سفر د پایلو په اړه، رسنیو ته معلومات ورکړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، محترم الحاج نورالدین عزیزي، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د قزاقستان هېواد پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم، ترانسپورت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او کرنې وزارتونو، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او خصوصي سکتور مسئولینو سره لیدنې تر سره کړي دي.
محترم عزیزي زیاته کړه، په دې لیدنو کې تر ۳ میلیارد ډالرو پورې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم لوړولو د لار نقشې پر پلي کېدو، قزاقستان ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو، قېمتي، نیمه قېمتي او معدني توکو پر صادراتو او دغه راز افغانستان ته د قزاقستان د باکیفیته غلو دانو، غوړیو، څارویو خوراکي توکو، موټرو او کرنیزو ماشین الاتو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وشو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د معلوماتو له مخې، په دې کتنو کې په قزاقستان کې د افغانستان د محصولاتو د پلورلو د مرکزونو پر رامنځته کولو، د الکترونیکي حکومتولۍ برخه کې پر همکارۍ، په هرات ولایت کې د سوداګریزو او ترانزیتي مرکزونو د رامنځته کولو برخه کې د قزاقستان پر ونډې اخیستنې، خارګوس بندر کې د افغانستان اموالو ته د یوې ساحې او افغان سوداګرو او موټرچلوونکو ته د ویزو په ورکړې او د کابل او آلماتا ترمنځ د مستقیمو پروازونو پر پیل هم بحث او هوکړه شوې ده.
دغه راز، د سوداګرۍ وزارت مسئولین زیاتوي، چې قزاقستان هېواد د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې پانګونې ته د لېوالتیا تر څنګ، د مزار- هرات- کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژه کې د همکارۍ او د قزاقستان له لارې د افغاني توکو د لېږد لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د بانکي اړیکو پراختیا او ګڼو نورو برخو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی په ډاګه کړی دی.