د رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو د مسئولینو همغږۍ ناسته، د چهارشنبې په ورځ (۲۶ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د یادو بنسټونو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د رسنیو له مرکز سره یې د هغوی د دوامدارې همکارۍ ستاینه وکړه.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو، رسنیو د ملاتړو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه، تل هڅه کړې چې د دغو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه لا پراخه او پیاوړې شي.
محترم حقاني زیاته کړه، چې د نننۍ ناستې د رابللو هدف هم د رسنیو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو ترمنځ، د اړیکو، همکارۍ، همغږۍ او تعامل کچې لا زیاتول دي.
ښاغلي حقاني، د رسنیو او ملاتړو بنسټونو ترمنځ یې د همکارۍ او همغږۍ سطحې پر پراختیا ټینګار وکړ او دا چاره یې د هغوی د تقویت او پیاوړتیا لپاره ګټوره وبلله.
د حکومت د اطلاعاتوا و رسنیو مرکز د رئیس په وینا، هر څومره چې د رسنیو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو فعالیتونه په همغږي ډول پر مخ لاړ شي؛ په همغه اندازه به یې پایلې ښې او مثبتې وي.
په همدې ډول، د رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسئولینو هم پخپل وار سره خبرې وکړې او د رسنیو او اړوندو نهادونو د فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز د دوامدارو هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز، هغوی د رسنیو او ملاتړو بنسټونو ترمنځ یې د اړیکو او همغږۍ د لا پياوړتیا لپاره د داسې ناستو تر سره کول مهم وبلل او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د رسنیو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو مسئولینو، د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د لا پراختیا په موخه، خپل نظرونه او وړاندیزونه هم د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.
یاده ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.