د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې رئیس ښاغلي الیکساندر ماتیو او مل پلاوي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې ښاغلي الیکساندر ماتیو د یاد فدراسیون د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ته معلومات ورکړل.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې رئیس څرګنده کړه، دوی تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو، بې وزله کورنیو ته د کارموندنې او اړمنو کسانو ته د واکسین ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې له لارې د سوري زړه لرونکو کوچنیانو د عملیاتو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کړي دي.
ښاغلي الیکساندر ماتیو همدا راز زیاته کړه، دوی په پام کې لري لدې وروسته هم د اسلامي امارت په مرسته او همکارۍ په ذکر شویو برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي الیکساندر ماتیو او مل پلاوي د ښه راغلاست ترڅنګ افغانانو څخه د ملاتړ په برخو کې د دوی فعالیتونه او کړنې وستایلې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې افغانان د اقلیمي تغییراتو، طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي، دغه راز زرګونه افغانان د ځینو ګاونډیو هیوادونو له لورې په اجباري توګه راویستل شوي دي. نوموړي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون له مسؤلینو وغوښتل چې افغان ولس او اجباري راستانه شویو مهاجرو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.