د دغه سوداګریز مرکز مسوول وايي چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ دغه ګډ بازار، د دواړو هېوادونو د سووداګرو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
په دغه مرکز کې تر څلورو زرو زیاتې هټۍ، یو لوی طبي مرکز، رسټورانټونه او د تولید او لوژسټيک لپاره جلا انګړ په پام کې نیول شوی چې اوس یې هټيو فعالیت پېل کړی دی.
ویل کېږي چې د دغه مزکر د ټولو برخو د کار په بشپړېدو سره، افغانان کولای شي چې له وېزې پرته دغه بازار ته ولاړ شي او تر لسو ورځو مېشت شي.
د ترمز د نړۍوال سوداګریز مرکز د پروژې مسوول بختیار روزي اوف وویل: پر دې لویه پروژه ۷۵ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. په دغه مرکز کې پر طبي مرکزونو او مېلمستونونو سربېره، یو لوی سوداګریز مرکز جوړ شوی دی، چې د افغانستان او اوزبیکستان خلکو ته د پانګونې اسانتیاوې رامنځته کوي.
ښاغلی روزي اوف دغه راز وایي، چې اوس مهال د دغه مرکز لومړی پړاو ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او دویم پړاو به یې د ۲۰۲۳ کال تر لومړیو درېیو میاشتو د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي.
بل خوا، یو افغان سوداګر په ترمز ښار کې د دغه بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند څرګنده کړه: د افغانستان تولیدات چې هر بازار ته ولاړ شي او ښه باز ولري د افغانستان په ګټه دی او افغانستان هم هڅه کوي چې زموږ په خاوره کې یو ګډ بازار ولري.
د اوزبیکستان د ځينو چارواکو د معلوماتو له مخې، څه باندې لس زره افغانان په اوزبیکستان کې استوګنه لري او ډيری یې پر سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي.