هندي رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هند پنځه سوه پروژې د بېلابېلو دلایلو له امله ځنډول شوې دي.
د دې راپورونو پر بنسټ، نوی ډیلی تمه لري چې د دې پروژې د کار د بیا پیل لپاره څو پروګرامونه جوړ کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت خپرې شوې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: پهدې اړه بېلابېل وړاندیزونه تر ارزونې لاندې دي.
له دې سره سم، اقتصاد وزارت په افغانستان کې د نیمه کاره پروژو د بشپړولو لپاره د هند له پرېکړې هر کلی کوي او وايي، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د هند اړوند پروژو چارې تر ۷۰ سلنې مخته تللي، خو په وینا یې د ځينو ستونزو له امله لا تر اوسه نه دي بشپړې شوي.
له بل لوري د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې په افغانستان کې د هند د پروژو د چارو په سرته رسېدو سره به له سیمې سره د افغانستان اړیکې ښې شي او ورسره به هېوادوالو ته د کار زمینې هم برابرې شي.
تر دې مخکې د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي، نوی ډهلي لېواله دی چې، په افغانستان کې خپلې ۱۲ نیمه کاره پروژې بشپړې کړي.