د بلخ ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې ۲،۵ کیلومتر اوږد کانال – چې۸۰۰۰ هکټار ځمکه خړوبولی شي – د شل میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په بلخ کې د سويډن کمېټې د دفتر مسوول نجیبالله یزدانپناه د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې دغه کانال د دولتآباد ولسوالۍ له شیخ حسن نومي عمومي کانال څخه سرچینه اخلي او په قرشیګک کلي کې پای ته رسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کانال افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) په مالي ملاتړ په څلورو میاشتو کې جوړ شوی او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یزدانپناه وایي چې دغه کانال د یادې ولسوالۍ ۸۰۰۰ هکټار ځمکه خړوبولی شي او په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۶۰ کسانو دغه کانال کې کار کاوه.