د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سکټوري خونو له استازو سره د همغږۍ په ناسته کې د داخلي تولیداتو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او وې ویل، د بېکیفیته محصولاتو تولیدوونکي به د حکومت ملاتړ له لاسه ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي له داخلي تولیداتو د ملاتړ څرنګوالي په اړه د سکټوري خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې چې له داخلي تولیداتو نه د استفادې فرهنګ دودولو په موخه ټولو رسنیو، د جوماتونو امامانو، د ښوونځيو او پوهنتونونو استادانو ته خبر ورکول کېږي څو د هېواد د ځانبساینې په خاطر له داخلي تولیداتو څخه د استفادې فرهنګ دودولو پیغام خلکو ته ورسوي.
په دې ناسته کې د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمینزاده وویل، د کورنیو صنایعو پیاوړتیا د هېواد د سوداګرۍ د پیاوړتیا په معنا ده، هغه څه چې صنعتګر تولیدوي د سوداګرو د استفادې وړ ګرځي او دا چاره په هېواد کې دننه د پانګې د څرخېدو لامل کېږي.
په دې ناسته کې د فولادو یوې فابریکې مسوول عصمت وردګ وویل، په تېرو کلونو کې تر ۶۰۰ میلیون ډالرو پورې له بهرنیو هېوادونو اوسپنه پېرله، اوس حتا یو سنټ هم بهر ته نه دی تللی. هغه دغه لاستهراوړنه د اسلامي امارت عملي وړتیا وښودله ویې یل، دغه وړتیا مخکې نه وه.
همداراز په یاده ناسته کې یوه سوداګر شفیق سکندري د منځنۍ اسیا بازارونو یادونه وکړه ویې ویل، اوسمهال د افغانستان محصولات او تولیدات لکه د بهیر کاغذ د منځنۍ اسیا په بازارونو کې له ښه اعتباره برخمن دي.
ګډونوالو د ناستې په پای کې ژمنه وکړه چې د خپلو تولیداتو په کیفیت لوړولو سره به د افغانستان د خلکو او بهرنیو بازارونو پام را واړوي.