د بشري مرستو په لړ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د(AGHCO) مؤسسې له لوري د پکتیا ولایت په څمکنیو، ګردې څېړۍ او شواک ولسوالیو کې پر ۲۶۵۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه ، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵۰ کیلو دال او یو پاکټ مالګه مرسته وشوه.
په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت ترسره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چاره ترسره کوي او تر مستحقو کورنيو به بشري مرستې ور رسوي.