په خواشینۍ سره چې په کابل کې د اسلام او هېواد د تور زړو دښمنانو له لوري په یوه برید کې زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
انا لله وانا الیه راجعون
موږ په داسې حال کې چې دا نه توجیه کېدونکی جنایت په کلکه غندواو له اسلامي احکامو او بشري ارزښتونو سره یې دښمني بولو
د دې برید شهیدانو ته دالله تعالی له درباره فردوس جنت ،ټپیانو ته یې عاجله شفا او کورنیو ته یې جمیل صبر غواړو.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال