محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ، جوزجان، سرپل او سمنګان ولايتونو له چارواکو سره د ليدنې پر مهال کانونه د هېواد سرمایه او د ملي عوایدو سرچینه بللې او ويلي يې دي چې د قراردادیانو امنیت ته بشپړه پاملرنه کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند محترم مولوی ذبيحالله مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر محترم شیخ شهابالدین دلاور بلخ تللي او هلته يې د بلخ، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو له چارواکو سره ليدلي دي.
سرچينه زياتوي، ملا برادر د کانونو د استخراج، لېږد او قراردادونو پلي کېدو برخو کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو پروسې چټکتیا، شفافیت او په فني ډول د هغو ایستلو په اړه چارواکو ته سپارښتنې کړې دي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، ملا برادر ويلي چې کانونه د هېواد سرمایه او د ملي عوایدو جوړولو بنسټیزه سرچینه ده او د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې دې پوره هڅې وشي.
هغه امنیتي چارواکو ته ويلي چې په اړوند ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هیڅوک پرې نه ږدي چې د هېواد د پرمختګ لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.