د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د IMC مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اړوند په ناریانو کلي کې د 38000 اته دیرش زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې رغنیزې چارې پیل شوې. یاده شبکه د 1686مترو په اوږدوالي او د 42 مترمکعب په ظرفیت د ذخیری په لرلو سره د 3 میاشتو په موده جوړيږي چې په بشپړیدو سره به يې 300 کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.