د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې له دې لارې څه باندې ۵۴ زره مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
دغې ادارې پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د روانې سلواغې میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې د هېواد رېلپټلۍ له لارې په ټوله کې ۵۴ زره او ۳۰۱ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې ۲۷ زره او ۶۳۵ ټنه، د حیرتان رېلپټلۍ له لارې ۲۱ زره او ۶۸۹ ټنه او د اقینې رېلپټلۍ له لارې ۴۹۷۷ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دغه اداره وایي، د یادو انتقالاتو له ډلې ۶۱۸۷ ټنه صادرات دي چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.