د سټنډرډ ملي ادارې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې 22 ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد کړل.
په هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته 22 ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، له مستردۍ وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.
په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.