د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غونډو ترسره کولو څرنګوالي، د تخنيکي او روغتيايي کمېټو جوړولو او د پاسپورټونو او تذکرو وېشلو په برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو، واکسين، په واحد ځای کې د بانکي چارو ترسره کولو او د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حاجيانو لېږد په اړه هر اړخيز بحث او په دې تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.