د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره د ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د جوزجان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د جوزجان ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم شیخ صاحب خیر الله د علماوو د شوری د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب نقیب الله د شوری د مرستیال، محترم مولوي صاحب عطاءالله د شوری د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه، محترم مولوي صاحب عبدالحی، محترم مولوي صاحب سید محمد، محترم مولوي صاحب زین العابدین، محترم مولوي صاحب محمد عثمان، محترم مولوي صاحب فضل الدین، محترم مولوي صاحب حکمت الله، محترم مولوي صا حب الله نظر، محترم مولوي صاحب عبدالله، محترم مولوي صاحب عبدالباسط، محترم مفتي صاحب احمدشاه، محترم حاجي بیرم، محترم حاجي صاحب عبدالجبار، محترم حاجي صاحب ګل ضمیر، محترم حاجي صاحب ملا غلام سخي او محترم حاجي صاحب شیر محمد خان د یاد ولایت د علماوو شورا د غړیو په توګه و ټاکل شول.
د جوزجان ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلې لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.