د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کليو او پراختيا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د ۱۴۰۲ مالي کال د پلان او تشکیلاتو په اړه هر اړخيز بحث او خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.