د بلخ د رېلپټلۍ رييس وايي، په تېرو لسو مياشتو کې یې د حيرتان بندر رېلپټلۍ له درکه ۵.۲ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د بلخ رېلپټلۍ ادارې ريیس مولوي محمدشفیق محمود وویل، د حیرتان بندر له رېلپټلۍ په ورځني ډول ۱۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.
هغه وويل، په تېرو لسو مياشتو کې له دې لارې ۵.۲ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، دې ادارې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي خو سږ کال یې په عوایدو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په همدې حال د اقتصادي چارو شنونکي او سوداګر د اوسپنې پټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد لپاره تر ټولو خوندي، چټکه او ارزانه ترانسپورټي لار بولي.
په همدې حال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي امر احمدشکیب اکبري هم وایي چې رېلپټلۍ د افغانانو، په ځانګړې توګه د بلخ سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د حیرتان بندر رېلپټلۍ د ازبکستان هېواد له پولې پیلېږي او تر مزارشریف ښار پورې دوام لري چې ۷۵ کیلومتره اصلي او ۳۱ کیلومتره فرعي خطوط لري.