د ميدان وردګ ولايت په کوربتوب د جمناسټيک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د کابل لوبډلې په لومړي، هرات دويم او بلخ لوبډلې په درېيم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د کابل لوبډلې د ٢٤٩.٦٥ امتیاز په ترلاسه کولو سره لومړى، هرات لوبډلې له ٢١١.٧٨ امتياز ګټلو سره دويم، بلخ لوبډلې د ٢٠٦.٦ امتیاز په ترلاسه کولو سره درېيم، ميدان وردګ لوبډلې له ١٩٢.٣٥ امتياز سره څلورم، هلمند لوبډلې له ١٩٢.٥ امتیاز ګټلو سره پنځم او ننګرهار لوبډلې د ١٩١.٤ امتیاز په ترلاسه کولو سره شپږم مقام خپل کړ.
دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ١٦ ولايتونو ٩٤ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې چې د جمعه ورځې د کب پر ١٢مه نېټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې ١٨ تنه ورزشکاران د جمناستيک ملي لوبډلې د غړو په توګه غوره شول.