د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې او سرپرستې اغلې رافایلا یودیچي او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه په پیل کې ښاغلي نیکولسن افغانستان ته پر راتګ خوښي څرګنده کړه وې ویل، سره لدې چې زموږ او ستاسو دین جلا دی، خو بیا هم ګڼ مشترکات لرو؛ موږ سیاست او بشري مرستې یو له بل سره نه تړو، بلکې په افغانستان کې به حضور ولرو او مرستې به مو روانې وي.
ښاغلي نیکولسن زیاته کړه، موږ غواړو له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړو، اروپايي ټولنه په پوره ژمنتیا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اسلامي امارت او موږ دواړه باید له صبر او زغم څخه کار واخلو، زه باوري یم چې موږ او تاسې د خبرو اترو له لارې کولای شو مخکې لاړ شو او شته ستونزو ته په ګډه حل لار ومومو.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړه، افغان انجونې او هلکان زدکړه غواړي او موږ هم د دواړو له تعلیم څخه ملاتړ کوو؛ هیله لرم په افغانستان کې د هلکانو او انجونو پرمخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي.
ښاغلي نیکولسن د وړاندیز په ډول وویل، اسلامي امارت دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلاء مشورې هم واوري، ځکه د افغانستان تېر حکومت هم همدې انحصار ونړاوه.
ورپسې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د اروپایي ټولنې نقش ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ده تاسې د افغانستان اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولرئ.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط او معیارونه بشپړ کړي نو نړیوال هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او هیله لرو چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي. هغه، له نړیوالو په ځانګړي ډول اروپایې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اساسي بیارغاونه کې فعاله ونډه واخلي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت پر تفاهم او ډیالوګ باور لري او له نړۍ غواړي چې هره ستونزه له امارت سره مخامخ مطرح کړي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت تامین، د مخدراتو تولید او قاچاق بند، د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې ده، افغانان په ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند کوي، خو اسلامي امارت ددې لاسته راوړنو په ساتنه کې د نړیوالو مرستې ته هم اړ دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، د افغانانو د دین او فرهنګ په چوکاټ کې د بشر د حقوقو درناوی کېږي او اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، هڅه کوو متخصص او هیواد ته ژمن خلک نور هم په حکومت کې ځای کړو. هغه زیاته کړه امارت دیني او عصري زدکړه د هر افغان دیني او بشري حق بولي او پدې برخه کې د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.
محترم مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړ، د افغانستان اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، تراوسه هېڅ داسې سند او ثبوت نشته چې له افغانستان څخه دې چاته خطر پېښ شوی وي.