د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت د جهادي مدرسې له مشر شیخ مولوي افضل حسین او د دې مدرسې له یو شمېر علماؤ او استادانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، یادو علماې کرامو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټينګښت خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، په تېر نظام کې مدرسو او علمای کرامو ته لکه څرنګه چې لازمه وه پام نه کېده، خو اوس اسلامي امارت د علمای کرامو مشورو او وړاندیزونو ته پوره ارزښت ورکوي.
دوی ژمنه وکړه چې د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات له پاره به له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته دوام ورکوي.
ذکر شویو علمای کرامو د یادې مدرسې ځینې ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشورې او وړاندېزونه په حوصله اوري او د پلي کېدوهڅې یې کوي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، امارت د خوست د جهادي مدرسې په ګډون د هېواد ټولومدارسو او علمای کرامو ته ځانګړې توجه کوي.