د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د رياست الوزرا دفتر مقام عمومي رياست او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت باصلاحيته استازو په حضور کې ترسره شوه، پکې د ۱۴۰۲ کال تشکيل، بودجه او مالي پلان او د يادو ادارو د مخکېني کال کړنې او لاسته راوړنې وارزول شوې او پرې هر اړخيز بحث وشو.
همداراز ټينګار وشو، چې په ادارو کې بايد د تشکيلاتي تورم او وظيفوي تداخل مخنيوی او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
په پای کې، د تشکيلاتو او معاشونو کمېسيون له لوري د يادو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيل او بودجې په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.