د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولايت د باریکاب اړوند کوچي قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پيل کې د نورو په استازیتوب مولوي نواب ملاخېل او حاجي اشرف نیازي خبرې وکړې وې ویل، خوشحاله یو چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامه او سوکاله ژوند کوو.
دوی زیاته کړه، په افغانستان کې اسلامي نظام د کوچي قوم ستره هیله وه چې د برقرارۍ لپاره يې ګڼو افغانانو قربانۍ ورکړي دي او اوس یې د ثبات او دوامداره ټینګښت لپاره له هر راز قربانۍ او همکارۍ مخ نه اړوي.
دوی د کوچي قوم او ځايي اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي.
محترم مولوي عبدالکبير څرګنده کړه، ټول ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او په هېواد کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه یو کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د کوچي قوم راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په موخه به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.