د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملي امنیت سلاکار او د بهرني سیاست په چارو کې د اوزبیکستان د جمهوررئیس د ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ افغانستان ته د راغلي پلاوي کوربه توب وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ښاغلي عبدالعزیز کاملوف، د افغانستان لپاره د اوزبیکستان د جمهوررئيس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دواړو لوریو د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د بهرني سیاست په چارو کې د اوزبیکستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ته د یاد هیواد د جمهوررئیس سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او د افغانستان له لوري د مېلمه پالنې مننه یې وکړه.