د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.
دې غونډې د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون د غړو او د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزرا د ساتنې عمومي ریاست (PMPS) باصلاحیته استازو د ۱۴۰۲تشکیل، بودجه او مالي پلان او د یادو ادارو د تېر کال کړنې په هراړخېزه توګه وارزولې.
په پای کې د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون له لوري د هغو ادارو د ۱۴۰۲مالي کال د تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.