د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ مولوي احمد جان بلال، ته دنده سپارل سوې، تر څو د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د مالیاتي او سوداګریزو ستونزو د اورېدلو او حلولو په موخه له هغوی سره له نږدې ناستي وکړي.
د عوايدو د مسولینو په ګډون د یادي کمېټې غړو په مالیې وزارت کي د مالیاتي اصولو سره سم د تېل پلورنکو، زرګرانو او صرافانو له استازو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزي یې واورېدې او د حل په موخه ئې اړیني طرحي ورسره شریکي کړې، چي کمېټه به ستونزي او حل لارې له اداري کمېسیون سره شریکي او بیا به ئې د تائید په موخه د مشرتابه له محترم مقام سره شریکي کړي.
همدا راز په دغه ناسته کي ټینګار وسو، تر څو د مالیاتو د ورکړي اصول او کړنلاري اسانه سي او په دې برخه کي ټولو مالیه ورکونکو ته لازمي اسانتیاوي رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چي یاده کمېټه به د مالیه ورکونکو د پاته نورو صنفونو له مسؤلینو سره هم ورته ناستي ترسره کړي.