د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن په سپیدار ماڼۍ کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د راستنو شویو افغان شخصیتونو د ستونزو پر حل، هغوی ته د ډاډمن ژوند او چاپیریال پر چمتو کولو او نورو اړوندو مسایلو بحث وشو.