اروپايي ټولنه وایي، افغانستان ته یې سل ټنه طبي توکي او درمل استولي او له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې څانګې پرون په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د هوايي دهلېز له لارې یې د ۱۰۰ ټنه طبي توکو او درملو بله کڅوړه کابل ته استولې ده.
سرچینې زیاته کړې، دغه ټولنه له اړو افغانانو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمنه ده.
د یادونې ده، اروپايي ټولنې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د سل ټنه طبي توکو او درملو مرسته افغانستان ته را استولې وه.