د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل ولايت د چهار آسیاب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو، مشرانو او علماوو سره ولیدل.
په دې کتنه کې د چهار آسیاب ولسوالۍ د مېشتو قومونو مخورو او مشرانو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ څرګندولو وویل، دوی له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.
راغلو مشرانو همدارنګه د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندېزونه د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال د چهار آسیاب ولسوالۍ د میشتو قومونو له مشرانو مننه وکړه، چې په جهاد کې یې د افغانستان د نورو اوسېدونکو په څېر فعاله ونډه اخیستې او ډاډ یې ورکړ چې د چهار آسیاب ولسوالۍ د اوسېدونکیو د ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو قومونو د متوازن پرمختګ لپاره هڅې کوي او کابل د پلازمېنې په توګه له ځانګړې اهمیت نه برخمن دی.