د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون پر غړو سربېره د لوړو زدکړو وزارت سرپرست شیخ مولوي نداء محمد ندیم او د مالیې وزارت مالي او اداري معین مولوي حمدالله زاهد له خپلو مسلکي همکارانو سره حضور درلود، د تېر کال د تشکیل او مالي پلان ترڅنګ، کړنې او لاسته راوړنې، امتیازي معاشونه، NTA او د لوړو زدکړو او مالیې وزارتونو بالمقطع سهمیه په اړه هر اړخيزه توګه وارزول شوه.
دغه راز د لوړو زدکړو وزارت د علمي کادرونو او نورو ټولو علمي کادرونو لرونکو بنسټونو د غړو د حقونو او امتیاز د اجرا په اړه هراړخیز بحث وشو او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.