د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري او د یادو ادارو د مسلکي کارکوونکو په ګډون د تشکیلاتو او تنخواګانو د تنظیم کمېسیون غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د تشکیل، مالي پلان او کړنو په اړه هراړخیز بحث وشو.
همدارنګه په یادو ادارو ټينګار وشو چې مسلکي او تخصصي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.