د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان د بلوڅانو د سرتاسري شورا له یو شمېر مشرانو او غړو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د یادې شورا مشر سردار غلام نبي بلوچ او یو شمېر نورو مشرانو خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ. دوی وویل، بلوڅ قوم د اسلامي نظام په واکمنېدو خوښ دی، ځوانان یې د دې نظام ملاتړ کوي او پکې خدمت ته چمتو دي.
بلوڅ مشرانو دغه راز د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو بلوڅانو د پوهنیزو او روغتیايي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، بلوڅ کادرونه دې د اسلامي امارت په جوړښت کې ځای پرځای شي.
دوی وویل، په تېره اداره کې ځينو زورواکو د هیواد په شمال کې د بلوڅانو ځمکې او جایدادونه چور او غصب کړي دي، دوی له غاصبانو څخه د دوی د ځمکو او جایدادونو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.
بلوڅ مشرانو په دې خوښي وښوده چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو قومونو پر وړاندې دروازې پرانستي دي او نن د بلوڅو په شمول ټول افغانان کولای شي د اسلامي امارت مشرانو ته خپلې غوښتنې ورسوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بلوڅانو د سرتاسري شورا له مشر سردار غلام نبي بلوچ او ددې شورا له غړو مننه وکړه وې ویل، د هېواد د ازادۍ په جګړه او مبارزه کې د بلوڅو قوم هڅې او سرښندنې د هېرېدو نه دي.
محترم مولوي عبدالکبیر، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله وې ویل، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري، تبعیض او تعصب له منځه تللی او ټول افغانان له مساوي حقونو برخمن دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی او د بلوڅانو په سیمو کې به د نورو ولایتونو په څېر د بیا رغونې کارونه پيل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت به د بلوڅانو د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دولتي جوړښتونو کې د تقرر معیار وړتیا ، تقوا او تخصص دی او د همدې معیارونو له مخې به د دوی د کاردونو له تجاربو څخه هم استفاده وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، دا چې بلوڅان له اقلیمي پلوه خورا ځپل شوي او په تېرو ادارو کې محروم پاتې شوي، نو ځانګړې پراختیايي پروژې به ورته په نظر کې ونیول شي.
هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي بلوڅانو ته ددوی په ژبه د دیني او عصري تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وويل، اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره اساسي پروژې پیل کړي، چې په عملي کېدو سره به یې بېکاري را کمه او د خلکو په اقتصاد کې به بدلون راشي، چې بلوڅان او ټول افغانان به ترې مستفید شي.