د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه.
د حج او عمرې ملي کمېټې غونډې د یادې کمېټې د غړو په حضور او د هوایي شرکتونو د باصلاحیته او تخنیکي استازو په ګډون د الوتنو د مهالوېش، سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د لېږد د مسوولیت او له مرکز او زونونو څخه د حاجیانو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په اړه هراړخیز بحث وکړ او لازم تصمیمونه ونیول شول.