د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې له شاوخوا دوه زره اړو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول وویل، د پلعلم په ګډون په محمداغه او خروار ولسوالیو کې یادې شاوخوا دو زره کورنۍ د یوې سروې په پایله کې مستحقې پېژندل شوې وې.
هغه زیاته کړه، پر یادو کورنیو تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري نغدې پیسې ووېشل شوې چې هرې کورنې ته ۷۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یو بل خبر له مخې، په هلمند ولایت کې هم له ۱۶۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو ګرامه اوړه ، ۱۰ کیلو ورجې ، ۵ لیټره غوړي ، ۲ نیمي کیلو بوره او یوه کلیو شنې چای په پام کې نیول شوی وو .