د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون پخپل کاري دفتر کې د پکتیا مرستيال والي انعام الله صلاح الدين سره وکتل.
په پيل کې، نوموړي د ياد ولايت د عمومي وضعيت او ترسره شوو عمراني پروژو په اړه معلومات ورکړل وې ويل، پکتيا کې ټول مېشت قومونه د ځايي ادارې همکار دي او د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال، پکتیا د هیواد مهم ولايت ياد کړ او د چارو لا ښه والي په موخه يې مرستيال والي ته يو شمېر لارښوونې هم وکړې.
محترم مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې وويل، هڅه دې وشي چې روان کال پکتيا کې لا ډېرې پرمختيايي پروژې تطبيق او د سرتاسري امنيت له وجې دې ولايت ته د ورتلونکو سېلانيانو ښه هرکلی وشي.